یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې دغه هیواد ته د انتقال په تمه په پاکستان کې میشت دي، وايي دې پرېکړه سخت اندېښمن او ناهیلي کړي دي.
یو له دغو کډوالو چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، او د ده په خبره نږدې دوه کالهکېږي چې جرمني د تګ په تمه دی خو تازه یې د دې هېواد د نهمنلو برېښنالیک ترلاسه کړی، د جمعې په ورځ د دسمبر په ۱۲مه یې ازادي راډیو ته وویل:
"د جرمني دولت موږ سره د منلو ژمنه کړې وه، خو ټول دا موضوعات یې له پامه غورځولې او په وروستي پیغام کې له کوم روښانه دلېل پرته زموږ له منلو تېر شوی. دې کار موږ اندېښمن کړي یو، ځکه موږ نه شو کولی بېرته افغانستان ته ولاړ شو او نه هم کوم بل هیواد ته سفر کولای شو."
په پاکستان کې یو بل افغان چې ده هم ورته ژمنه ترلاسه کړې او نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل:
" لکه د خپلو نورو وطنوالو په شان، له هغو زحمتونو او ستونزو سره سره چې په پاکستان کې مو تېری کړي، اوس د جرمني له خوا له ناهلیي کوونکو، اندېښمنوونکو او تشویشونو ډکو خبرونو سره مخ یو. طبعاً دا پوښتنه پیدا کېږي چې که تاسې د کډوالو د انتقال نیت نه درلود یا پلان مو دا و چې هغوی و نه منئ، نو ولې مو له افغانستانه راوغوښتل او حاجي کمپ کې مو سختې ورځې پې تېرې کړې؟ او اوس چې راوغوښتي مو دي، ولې په خپله ژمنه نهيئ ولاړ؟"
د جرمني د فدرال حکومت دې پرېکړې نه یوازې د افغان پناه غوښتونکو غبرګون راپارولی، بلکې په جرمني کې دننه هم پرې سختې نیوکې شوې دي.
د جرمني خبري اژانس دویچهوله د جمعې په ورځ، د دسمبر ۱۲مه په خپل راپور کې ویلي چې د جرمني د فدرال حکومت د بشري حقونو کمېشنر لارس کاستلوتچي، په دې پرېکړې انتقاد کړې ویلي دا نامناسبه ده چې د انسانانو پر یوې کوچنۍ بشري ډلې پر سر « په ایډیولوژیکې انګیزې سره د کډوالۍ یوه مناظره» جوړه شي.
د راپور له مخې، نوموړي ویلي چې دا افغانان په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، د تعقیب او ځپني له امله نشي کولی افغانستان ته ستانه شي؛ او زیاته کړې یې ده: «تر ټولو لږ او مناسب کار چې موږ د دې خلکو لپاره کولای شو دا دی چې هغوی په جرمني کې ومنو.»
دویچهوله دغه شان د جرمني په کورنیو چارو کې د زرغون ګوند د سیاستوالې شاهینا ګامبیر،، له قوله لیکلي چې دغه نهمنل «د شرم وړ» دي؛ ځکه په ټکو یې جرمني کلونه مخکې دغو کسانو سره ژمنه کړې وه چې هغوی به مني او د طالبانو له تاوتریخوالي به یې خوندي کوي.
دې زیاته کړې چې د بشري حقونو په نړیواله ورځ د داسې پرېکړې اعلانول «دوکه بازي» ده.
د دویچهوله د راپور له مخې، د فدرال حکومت د کورنیو چارو وزارت د دسمبر په ۱۰مه یوه بنسټیزه پرېکړه کړې چې له مخې یې، هغو ښځو او سړیو ته چې د منلو په تمه دي یا یې نوم د بشري حقونو په لیست کې شامل دی، نور هېڅ ډول سیاسي لیوالتیا نشته.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۶۴۰ تنو افغانانو د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه.
دویچهوله زیاتوي چې په دې کسانو کې د جرمني د پوځ او ادارو پخواني سیمهيز کارکوونکي، او همدارنګه هغه کسان شامل دي چې په افغانستان کې یې د دموکراتیک حکومت د ټینګېدو لپاره فعالیت کړی او اوس د طالبانو له ګواښ او تعقیب سره مخ دي.
مخکې تر دې، د دسمبر په ۹مه، د بخښنې نړیوال سازمان، د ماشومانو د ساتنې سازمان، د بشري حقونو د څار بنسټ او د کلیساوو ډلو په ګډون له ۲۵۰ څخه زیاتو د بشري حقونو بنسټونه او نادولتي سازمانونو، له جرمني غوښتي وو چې شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان د روان کال تر پایه له پاکستانه جرمني ته انتقال کړي.
دغه بنسټونو ټینګار کړی و چې دا کسان باید په راتلونکو اونیو کې انتقال شي څو افغانستان ته له ستنېدو او د طالبانو د احتمالي تعقیب له ګواښ سره مخ نه شي.
که څه هم جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال رسمي پروګرام د مې په میاشت کې ودرید، خو بیا هم شاوخوا ۳۳۰ کسانو د محکمې په ګټلو سره د جرمني ویزې ترلاسه او دغه هېواد ته انتقال شول.