د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۴

د ژغورنې نړیوال سازمان په امریکا کې د دېره افغانانو د پناه غوښتنې د قضیو د بیاارزونې په اړه اندېښنه ښودلې


متحدوایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې زرګونه کسان له افغانستانه بهر ته انتقال کړل (آرشیف)
متحدوایالتونو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې زرګونه کسان له افغانستانه بهر ته انتقال کړل (آرشیف)

د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC وايي، په امریکا کې د دېره افغان پناه غوښتونکو د قضیو د بیا ارزونې پرېکړې په دې هیواد کې دېره زرګونه پناه غوښتونکي له سختې بې ثباتۍ او اندېښنو سره مخ کړي دي.

داسې مهال چې د امریکا حکومت ویلي په دې هیواد کې د میشتو پناه غوښتونکو د قضیو بیا څېړل دهېواد د ملي امنیت د ساتنې لپاره مهم دي، د ژغورنې نړیوالې کمېټې IRC اعلان کړی چې د پناه غوښتنې د پخوانیو قضیو او د قانوني حیثیت بیا ارزونه او دغه راز د پناه غوښتونکو د قضیو ځنډېدلو په امریکا کې د میشتو زرګونه پناه غوښتونکو او منل شویو کسانو ترمنځ اندېښنې راپورته کړي دي.

دې کمېټې د جمعې په ورځ (د ډسمبر ۱۲ مه) په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی د دې سیاستونو پایلې ویجاړونکې دي.

آي آر سي ویلي د دې کمېټې د لسګونه مراجعینو چې د افغانستان، برونډي، کولمبیا، د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت، ایل سلواډور، اریتریا، ایران، میانمار، سوډان، اوکراین او وینزویلا اصلي اوسېدونکې دي د تابعیت غوښتنې، ګرین کارتونه او د تابعیت غوښتنې مرکې په ناڅاپي ډول پرته له وضاحت څخه لغو شوې دي.

د ژغورنې نړیوالې کمیټې د کډوالو په اړه د متحدوایالتونو پالیسۍ ویجاړوونکې بللې دي.

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي دي چې د دې تګلارو تطبیق د دوی د راتلونکي په اړه جدي ابهام رامنځته کړی دی او ښايي هغوی دې ته اړ کړي چې یو ځل بیا د پناه غوښتنې د شرایطو د ثبوت لپاره د خپل ژوند تر ټولو سختې او دردوونکې تجربې بیان کړي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټه یادونه کوي چې د دوی کارکوونکي هڅه کوي اندېښمن پناه غوښتونکي ارام کړي او هغوی د نويو او «روحي زیان رسوونکو» قانوني بهیرونو لپاره چمتو کړي، خو اړتیاوې ډېرې زیاتې دي.

د IRC د بیان له مخې دې ادارې تر اوسه یوازې له ۱۰۰ زرو زیاتو کډوالو، د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو (SIV) لرونکو، پناه غوښتونکو او نورو مراجعینو ته خدمات وړاندې کړي؛ هغه کسان چې ښايي د وضعیت د بیا ټاکنې د لوړو لګښتونو له ګډوډۍ ډکو بهیرونو سره مخ شي.

د امریکا د حکومت دې پرېکړو هغه افغان پناه غوښتونکي هم اندېښمن کړي چې په امریکا کې د دایمي استوګنې د سند یا ګرین‌کارټ د ترلاسه کولو او د پناه غوښتنې د نورو پړاوونو په تمه دي.

یو افغان چې په وروستیو کلونو کې امریکا ته تللی او د اسنادو بهیر یې لا بشپړ شوی نه دی په دې اړه خپل شکایت له آزادۍ راډیو سره شریک کړ. دې افغان وګړي چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم نه ښودلو او د غږ د بدلون په شرط خبرې کولې وویل"له هغه وخته چې امریکا ته راغلي یو، تر اوسه مو د ګرین‌کارټ په ګډون اسناد نه دي ترلاسه کړي. وروسته له دې چې د امریکا حکومت د افغانانو پر وړاندې سخت قوانین وضع کړل موږ د خپل راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن یو چې زموږ برخلیک به څه کېږي."

زموږ پر قضیو کار روان دی. که ګرین‌کارټ را نه کړي، زموږ ستونزې به ډېرې شي.

یو بل افغان چې نږدې یو کال وړاندې امریکا ته تللی او نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، د غږ د بدلون په شرط وویل"په افغانستان کې ژوند موږ ته ډېر سخت شوی و، نو امریکا ته راغلو. زموږ د پناه غوښتنې اسناد تراوسه لا په جریان کې دي. که ګرین‌کارټ را نه کړي، زموږ لپاره به ستونزې ډېرې شي. دلته ټول افغانان اندېښمن دي، که ګرین‌کارټ ورنه کړي، د کار اجازه هم نه ورکوي او ستونزې به زیاتې شي."

د روان ۲۰۲۵ کال د نوامبر په وروستیو کې په واشنګټن کې سپینې ماڼۍ ته نژدې د امریکا د ملي ګارد په دوه عسکرو د یوه مشکوک افغان رحمان‌الله لکڼوال له برید وروسته، د امریکا حکومت اعلان وکړ چې د «اندېښنې وړ هېوادونو» د وګړو د ګرین‌کارټونو یا دایمي اقامت بیاکتنه به په بشپړ او جدي ډول ترسره کړي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو د ادارې مشر، جوزف اډلو، د نومبر په ۲۷مه، په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکي و، چې دا پرېکړه له یادې پېښې وروسته او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه شوې ده.

نوموړي ویلي دا بیاکتنه به د ټولو هغو ګرین‌کارټ لرونکو کسانو لپاره وي چې د ټرمپ د حکومت له لوري د «اندېښنې وړ هېوادونو» په توګه پېژندل شوي دي.

په دې هېوادونو کې افغانستان، کیوبا، هایتي، ایران، سومالیا او وینزویلا هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د واشنګټن له برید وروسته اعلان وکړ چې د افغان پاسپورټ لرونکو لپاره د ویزو ورکړه «سمدستي» درول شوې ده.

د دې وزارت په هغه اعلامیه کې چې د نومبر په ۲۹مه یې په ایکس پاڼه خپره کړې، ویل شوي چې د امریکا د ملي امنیت او عامه خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات تر سره کېږي.

دا پرېکړې په داسې حال کې شوې چې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې شاوخوا شل کاله یې له امریکا سره همکاري کړې وه، دغه هېواد ته انتقال شوي، خو ډېری یې لا هم په دې هیواد کې استوګنې بشپړ قانوني اسناد نه لري.

XS
SM
MD
LG