د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۲۷

اروپايي ټولنې د طالبانو له حکومت سره تخنیکي خبرې تایید کړې


اروپايي ټولنې تایید کړې چې په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت سره د هغه افغان وګړو د احتمالي بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي چې اروپا کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.

اروپايي ټولنې د طالبانو حکومت سره د تخنیکي کچې د خبرو پیل کېدل تاييد کړي دي.

د اروپايي ټولنې یوه ویاند مارکوس لامر پرون دوشنبه د اکتوبر په ۲۰ مه په بروکسل کې ویلي دا اقدام د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو لپاره دی چې غوښتنلیکونه یې په ټوله اروپا کې رد شوي دي.

نوموړي ویلي چې دا خبرې د روان کال په لومړیو کې پیل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې د اروپايي اتحادیې شلو غړیو هیوادونو په ګډه په یو لیک کې له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

د بلجیم د کډوالۍ وزیر انلین فان بوسوویت د شنبې په ورځ ( د اکتوبر په ۱۸ مه) په دې اړه ویلي: «د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي: موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه‌ ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»

د ده د معلوماتو پر بنسټ بلجیم ترڅنګ، دا لیک بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، فنلنډ، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن هم لاسلیک کړی دی.

معلومه نه ده چې اروپا کې دا مهال په کوم شمیر افغانان د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي، خو جرمني د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته دوه ځله لسګونه افغانان کابل ته لیږلي چې د جرمني چارواکو په وینا جرمي دوسیې یې درلودې.

تازه یو شمېر اتریشي رسنیو راپور ورکړی چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک منېدو وروسته دغه هیواد نن سې شنبه د اکتوبر ۲۱ مه د لومړي ځل لپاره یو افغان وګړی چې د جنسي تېري له امله مجرم پېژندل شوی وو د ترکیې له لارې کابل ته ډیپورت کړی دی.

د ډيپورټ شوي افغان وګړي په اړه ډېر څه نه دي ویل شوي خو دې رسنیو ویلي چې دغه کس ۳۱ کاله عمر درلود او څلور کاله یې د اتریش په زندان کې تیر کړي وو.

دوی دا هم لیکلی، چې د اتریش د کورنیو چارو وزیر ویلي د نورو مجرمو افغان اتباعو د ډیپورټ لړۍ هم راراونه ده او د هغه کسانو په وړاندې به هیڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي چې د جرمونو په کولو یې د پناه غوښتنې حق له لاسه ورکړی دی.

د یادونې ده چې یو اتریشي پلاوي د روان کال په سرکې د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و.

په سپتمبر په میاشت کې طالب استازي ویانا ته راغلل څو د ایستلو بهیر همغږی کړي.

تر اوسه ۳۰ افغان وګړي له دغه هیواده د ایستلو په شرایطو برابر ګڼل شوي.

د اروپايي ټولنې دغه اقدام په اروپايي هیوادونو کې میشت ګڼ شمېر هغه افغانان چې د پناه غوښتنې یې رد شوي سخت اندېښمن کړي دي.

په اتریش کې میشت یو افغان کډوال چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط یې ازادي راډيو ته وویل:

"په ډېرو سختو لارو تر دې ځایه راورسېدو، خو دلته مو هم د پناه غوښتنه رد شوه، زه په اتریش کې اوسیږم، نو اوس ډېر په اندېښنه کې یو، که وطن ته ډیپورټ کیږو هلته وضعیت هغسې ګډ وډ دی او دلته هم حالت ورځ تر بلې زموږ په وړاندې سختیږي."

په همدې حال کې یو شمېر جرمني رسنیو خبر ورکړی چې د جرمني حکومت پلان لري چې د افغان کډوالو لپاره ځانګړي داخلي پروګرامونه په بشپړ ډول لغوه کړي.

د جرمني خبري شبکې " ایم، ار، ډي" پرون دوشنبه د اکتوبر ۲۰ مه په یو راپور کې ویلي چې دا پلان د کډوالۍ د اوږدې پروسې او پېچلو اداري خنډونو له امله نیول شوی.

په راپور کې په ځانګړي ډول هغه افغان پناه غوښتونکو ته چې په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت له ړنګېدو وروسته د جرمني د ملاتړ په هیله پاکستان ته تللي اشاره شوې چې د راپور په ټکو له کلونو، کلونو راهیسې یې برخلیک لاروښانه نه‌دی او اوس مهال له پاکستان نه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي.

په پاکستان کې میشت یو شمېر افغان پناه غوښتونکي هم چې له تېرو څو کلونو راهیسي جرمني ته د انتقال له ژمنې سره سخت ژوند تېروي وايي په وروستیو کې یې له دې هیواده د ډیپورټ ګواښ زیات شوی دی.

دوی وايي د جرمني رسنیو وروستیو راپورونو لا نور اندېښمن کړي دي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام اباد کې میشت د جرمني یو کیس لرونکي چې نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي د غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل:

" له یوې خوانه بې برخلیک توب چې سخت مو ځوروي، د اولادونو له زده کړو لیرې والی، د ویزو نه لرل او د پولیسو له لوري تنګول او اوس لا تازه د جرمني د حکومت له لوري د پناه منلو د پروګرامونو د لغوه کېدو راپورونه، له زهني اړخه دومره بد شکنجه یو چې مه کوه پوښتنه، کله کله خو مو بیخي ځان وژنې ته زړه وشي، ایا ژوند داسې وي چې دا موږ ورسره مخ یو.؟"

دغه افغان پناه غوښتونکي وايي که له پاکستانه په جبري ډول دیپورت شي په افغانستان کې یې ژوند د مرګ له ګواښ سره مخ کیږي.

جرمني خبري شبکې " ایم، ار، ډي" هم په خپل راپور کې د دغه کسانو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي که دوی بیرته افغانستان ته استول کیږي د نیولو او ان اعدام له ګواښ سره مخ کیږي.

په راپور کې راغلي دي چې د جرمني دغه پرېکړه په دې معنا ده چې دوی د خپلو افغان همکارانو په وړاندې خپل اخلاقي مسولیت په رسمي ډول پای ته رسوي.

د راپور په ټکو اوس مهال په پاکستان کې نږدې ۲ زره هغه افغانان له پاکستاني ویزو پرته پراته دي چې د جرمني له لوري د انتقال ژمنه ورسره شوې ده.

په دې کې ډیری یې د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالان، د بشري حقونو مدافعان او د جرمني پوځ پخواني افغان همکاران دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې په وروستیو کې یو وار بیا پاکستان له دې هیواده د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو پروسه چټکه کړې ده او په تېرو څو ورځو کې یې لسګونه افغانان نیولي او د انتقال کمپونو ته وړي دي.

XS
SM
MD
LG