خبرونه
په افغانستان کې نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده
نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده. په افغانستان کې به په تیرو کلونو کې حکومتونو تقریبا هر وخت اختر له سعودي عربستان سره په یوه ورځ کاوه، خو سږکال طالبانو له سعودي عربستان څخه یوه ورځ وروسته اختر وکړ.
د اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې اکثر خلک قرباني کوي، روغتیا پالانو خلکو ته لارښوونه کړې ده چې د ذبح پرمهال دستکش په لاسونو کړي او ماسکونه وتړي، ځکه چې د کانګو ناروغۍ پیښې زیاتې شوې دي.
په کابل کې د انتاني روغتون مسوولینو تیره اونۍ خبرداری ورکړ چې سږکال د کانګو تبې مثبتې پيښې د پروسږکال په پرتله په افغانستان کې له لسو تر پنځلسو فیصدو ډیرې شوې دي.
هغه څاروي چې د کانګو کنه په خپل پوست کې لري د هغه حیوان د حلالیدو پرمهال که د هغه له وینې سره د چا لاس تماس پیدا کړي، ممکن د کانګو په ناروغۍ اخته شي.
که د دې ناروغۍ درملنه په وخت ونه شي، وژونکې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي
د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.
استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.
ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.
پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.
حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی
د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي.
فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې.
اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی.
د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.
دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.
د سیدني په یوه مشهور ساحل کې ډزې، لږ تر لږه ۱۳ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي
د سیدني په بوندي ساحل کې د ډزو پیښې څو تنه ټپيان کړي دي.
د استرالیا د یهودانو ټولنې اعلان کړی چې په ځایي وخت نن ماښام دا ډزې د دوی په دودیزو مراسمو کې شوې دي.
پولیسو ویلي، لږ تر لږه دوه تنه یې توقیف کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دغه مشهور ساحل څخه ځانونه لرې وساتي.
د سوټ ویلز سیمې پولیسو ویلي چې د ډزو له ځایه ۱۳ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د هغې ویډیو په حواله چې لا تایید شوې نه ده لیکلي چې ډزې د دوو کسانو له خوا شوي دي.
په تهران کې سیمه ییزه غونډه پیل شوه، عراقچي د افغانستان امنیت د ګاونډیو له ګټو سره تړلی وباله
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي د افغانستان امنیت " په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو له ګټو سره تړل شوی دی".
عراقچي دا څرګندونې نن یکشنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) د افغانستان-روسیې د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډې ته په تهران کې وکړې.
هغه د افغانستان د ګاونډیو ترمنځ د منظمو اړیکو او خبرو اترو په رامنځته کولو ټینګار وکړ.
په غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو برخه اخیستې ده.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی ته غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.
سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.
د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.
ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.
شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله له سیالې سریلانکایې لوبډلې سره مخامخ کېږي
په پام کې ده د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله سبا دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه له سریلانکا سره لوبه وکړي.
دا لوبه چې د ۱۹ کلنو د کرکټ د آسیايي جام د لوبو په لړۍ کې ترسره کېږي، د کابل په وخت د سهار په نهه نیمو بجو د دوبی د کرکټ په لوبغالي کې پیلېږي.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
افغانستان په دې لړۍ کې خپله لومړۍ لوبه پرون بنګلدېش ته په دریو ویکټو وبایلله.
د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي
د امریکا د روډ آیلنډ د پراوېډینس ښار په براون پوهنتون کې یوه وسله وال کس پرون مازیګر دوه تنه په ډزو ووژل او نهه تنه نور یې سخت ټپیان کړل.
د پراوېډینس ښاروال برت سمایلي خبریالانو ته دا خبر تایید کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ایزو چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه چې بریدګر نه دی نیول شوی.
چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې وه د برید پرمهال د پوهنتون په ودانۍ کې د څو مضمونونو ازموینه واخیستل شي. دا پوهنتون شاوخوا ۱۱ زره محصلان لري.
امنیتي چارواکو ویلی دي چې مشکوک بریدګر تورې جامې اغوستې وې.
پرونۍ پېښه د امریکا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو تازه نمونه ده. په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره غوښتنې له خنډ سره مخامخ دي.
د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدلو اټکل کړی.
دې وزارت په یو بیان کې خبر ورکړی چې نن به په بدخشان، بلخ، بامیان، غزني، میدان وردګو، دایکنډي، روزګان، زابل، کندهار، سرپل، جوزجان، فاریاب، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې واوره او باران واوري.
پرون له دې مخکې د طالبانو د حکومت او د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې ویلي و، چې د لیندۍ په ۲۳ او ۲۴مه د هریرود، مرغاب، هلمند او شمال د سیندیزو حوزو په سېلبرونو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو احتمال شته.
افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو په آسیايي جام کې د بنګلدېش پر وړاندې خپله لوبه وبایلله
د بنګلدیش د کرکټ له نولس کلنو کم عمره لوبډلې نن په اسیایي جام کې افغان سیالې لوبډلې ته په دریو ویکټو ماتې ورکړه.
په نننۍ لوبه کې چې په ابوظبي کې ترسره شوه افغانستان لومړی بېټنګ وکړ او په ټاکلو ۵۰ اوورونو کې یې د فیصل شینوزاده د ۱۰۳ منډو په مټ د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۲۸۳ منډې جوړې کړې.
د آسیايي جام په لوبو کې چې په متحد عربي اماراتو کې روانې دي افغانستان په بې ګروپ کې له بنګلدېش، نیپال او سریلانکا سره او په الف ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا یوځای دي.
طالبان وايي چې د تهران په غونډه کې ګډون نه کوي
د طالبانو حکومت وايي چې د افغانستان په اړه د تهران په راروانه غونډه کې ګډون نه کوي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت ویاند ضیااحمدتکل کورنیو رسنیو ته تایید کړې ده چې د طالبانو استازي دې غونډې ته بلل شوي خو وايي نه غواړي ګډون پکې وکړي.
د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د افغانستان لپاره د چین، روسیې، پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړي استازي راروانه اونۍ په تهران کې په یوه غونډه کې د افغانستان د روانو مسایلو په اړه بحث کوي.