نړۍ
ملګرو ملتونو تونس کې د فشارونو پر ډېرېدو اندېښنه ښودلې
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې مشر، په تونس کې د فشارونو پر زیاتېدو سخته اندېښنه وښوده.
په تونس کې پولیسو د اپوزیسیون یو مخکښ سیاستوال او د یوې غیردولتي راډیو مشر نیولی دی.
د عدلیې پخوانی وزیر نورالدین البحیري او د موزاییک FM راډیو مشر نورالدین بوطار د دوشنبې ناوخته نیول شوي، چې دا د فعالانو د نیول کېدو وروستي موارد دي.
په تونس کې حکومت د فعالانو تر څنګ پخواني مدافع وکیلان، مخکښ سوداګر او نورې بانفوذه څېرې نیولې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمشنر ولکر تُرک پرون سېشنبه په تونس کې د سیاسي مخالفانو او د مدني ټولنې د مخکښو څېرو په وړاندې پر فشارونو اندېښنه وښوده.
په تونس کې د دغو کسانو نیول داسې وخت زیات شوي، چې ولسمشر قیس سعید د ۲۰۲۱م کال په جولای میاشت کې د پارلمان په وړاندې د ډراماتیک اقدام په نتیجه کې خپل صلاحیتونه زیات کړل.
ملګري ملتونه وايي له شنبې راهیسې لږ تر لږه ۹ کسان نیول شوي، چې په هغوی کې مدني فعالان هم شامل دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره ترسره شویو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي
امریکایي او اوکرایني چارواکي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په ترسره شویو دوه ورځنیو خبرو کې د پام وړ پرمختګ خبر ورکوي. د راپورونو له مخې واشنګټن کیف ته د ناټو د پنځمې مادې له مخې د متقابلې دفاع ژمنې ته ورته د امنیتي تضمینونو وړاندیز کړی دی.
د ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې سره له دې چې د ځینو مهمو موضوعاتو، لکه د اوکریان په ختیځ دونېڅک کې به هغه سیمې چې تراوسه د کیف تر کنټرول لاندې دي، له څه ډول برخلیک سره مخامخ کیږي، لا هم پوښتنې پاتې دي خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، داسې ښکاري چې د دویمې نړیوالې جګړې راهیسې د اروپا د تر ټولو لویې او خونړۍ شخړې د پای ته رسولو لپاره یو تړون تر بل هر وخت نږدې شوی دی.
ټرمپ پرون دوشنبې د ډسمبر په ۱۵مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "موږ هڅه کوو چې دا کار بشپړ کړو، او زه فکر کوم چې اوس تر پخوا ډېر نږدې شوي یو." دا وروسته له هغې چې د اروپا، امریکا او اوکراین پلاوو په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره په برلین کې څو ورځې خبرې اترې ترسره کړې.
د امریکا له لوري په مذاکراتي ټیم کې د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو ویټکوف او د ټرمپ زوم جاریډ کوشنیر ګډون درلود.
نوی ډیلی وایي، ترخپل کنټرول لاندې کشمیرکې پرسیلانونو په ترسره شوي برید کې د پاکستان لاس و
د نوي ډیلي د ترهګرۍ ضد ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې د هند تر ادارې لاندې کشمیر کې پر سیلانیانو د یوه خونړي برید ترشا د پاکستان لاس دی او په تړاو یې شپږ کسان رسماً تورن کړي دي.
د فرانسپرس آژانس د رآپوله مځې د تورنو کسانو له ډلې درې یې وژل شوي او دوه نور د هند په توقیف کې دي.
بریدګرو په اپرېل میاشت کې په ترسره شوي برید کې ۲۶ کسان ووژل، چې ډېری یې هندو سیلانیان وو. دې برید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ څو ورځنۍ شخړې راوپارولې او په یوه بشپړه جګړه کې یې د دواړو هیوادونو د ښکیلتیا خطرزیات کړی و.
نوي ډیلي د پهلګام په تفریحي ښارګوټي کې پاکستان په لاس لرلو تورن کړ خو اسلاماباد دا تور رد کړې.
د "رېزسټنس فرنټ" (TRF) په نوم یوې پټې ډلې په پیل کې د دغه برید مسؤلیت منلی و. د امریکا متحده ایالات وایي TRF د لشکر طیبه (LeT) چې د ملګرو ملتونو له خوا یوه ترهګره ډله اعلان شوې او مرکز یې په پاکستان کې دی، ترچترلاندې فعالیت کوي.
د هند د پلټنو ملي ادارې (NIA) په دغه برید کې د پاکستان د لاس درلودلو په اړه ویلي چې دې هیواد یې په پلان، تنظیم او د ترسره کولو لپاره د اسانتیا په رامنځته کولو کې رول درلود. دغه راز دې ادارې ویلي چې چې "پاکستانی سمبالوونکی ساجد جټ" هم تورن شوی دی، خو دې ادارې د هغه د ځای په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
درې نور تورن شوي پاکستاني سخت دریځي، فیصل جټ چې په سلیمان شاه مشهور وو، حبیب طاهر چې په جبران مشهور وو، او حمزه افغاني نومول شوي دي۔
د دغې ادارې په وینا، دغه درې واړه کسان د برید څخه څو اوونۍ وروسته د کشمیر په یوه ځنګله کې د هندي امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول۔
امریکایي او اوکرایني مرکچیان نن هم په برلین کې خبرو ته دوام ورکوي
تمه ده چې امریکایي او اوکرایني چارواکي نن دوشنبې د ډسمبر په ۱۵ په برلین کې د دوهمې ورځې لپاره خبرو ته دوام ورکړي. واشنګټن هڅه کوي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دواړه لوري یوې هوکړې ته ورسیږي.
د سپینې ماڼۍ ځانګړي استازي سټیو وېټکوف او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جارډ کوشنیر تیره ورځ په برلین کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي او د خبرو اترو له مذاکراتي پلاوي سره پنځه ساعته خبرې وکړې.
وېټکوف پر ایکسپاڼه ولیکل: "استازو د سولې لپاره د شل مادو پر پلان، اقتصادي او نورو موضوعاتو هراړخیزې خبرې وکړې. ډېر پرمختګ وشو، او دوی به سبا( دوشنبې) سهار بیا سره وویني."
د ازادي راډیو د خبرد مرکزي څانګې د راپورله مخې دا نه وه څرګنده چې د نن ورځې د خبرو برخوال به څوک وي. له مخکې نن دوشنبې په برلین کې د زیلینسکي کتنه د جرمني، فرانسې او بریتانیا له مشرانو سره پلان شوې ده.
د شلو مادو پلان وروسته له هغې هغه مهال راڅرګند شو چې اوکراین او اروپايي ملاتړو یې د واشنګټن د وړاندیزشوي د ۲۸ مادو د پلان پربدیلو وړاندیزونو کارپیل کړ. دوی د متحدو ایالتونو پلان چې د مسکو له ځینو دریځونو سره یې ورته والی درلود، په پراخه کچه د روسیې په ګټه بللی و.
په مراکش کې د سختو بارونونو او سیندونو له امله لږترلږه ۳۷ کسان مړه شوي
په مراکش کې د سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۷ کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي. دا پیښه د مراکش د اتلانتيک په ساحلي ولایت آسفي کې رامنځته شوې، چې د پلازمېنې رباط په جنوب شاوخوا ۳۳۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د رویترز د راپورله مخې د آسفي په زاړه ښارکې یوازې یو ساعت سخت باران کورونه او دوکانونه تر اوبو لاندې کړل، موټرونه یې له ځان سره یو وړل او د شاوخوا سیمو ګڼ سړکونه یې بند کړل.
مراکش د اطلس په غرونو کې سخت بارانونه او واورې داسې مهال تجربه کوي چې په دې هیواد کې اوه کاله پرله پسې وچکالۍ ځینې مهم بندونه تش کړي وو.
سیدني کې د ډزو تازه جزییات، لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي
د استرالیا د سیدني ښار په یوه ساحل کې د ډزو له کبله لږ تر لږه ۱۲ تنه وژل شوي دي.
رویټرز د ځایي پولیسو په حواله ویلي چې دوه تنه یې توقیف کړي دي.
استرالیایي رسنیو ویلي، یو برید کوونکی هم په وژل شویو کې شامل دی.
ډزې په ځایي وخت نن یکشنبه ماښام مهال د حنوکا په نوم د یهوادنو په مذهبي مراسمو کې شوې دي.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز پیښه ( بوږنونکې او دردونکې) بللې ده.
د اسراییل ولسمشر اسحاق هیرزوګ ویلي " ترهګرو " هغه یهودان وژلي چې غوښتل یې د هنوکا مراسمو لومړنۍ شمعې بلې کړي.
پیښه د سیدني په بوندي ساحل کې شوې چې د نړۍ د مشهورو ساحلونو له ډلې دی او تل په کې ګڼه ګوڼه وي.
حماس ومنله چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې غزه کې وژل شوی دی
د حماس مشر خلیل الحیه نن یکشنبه تایید کړه چې د وسلو د تولید څانګې مشر یې راېد سعد په غزه کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.
امریکا او اروپایي ټولنه حماس یوه ترهګریزه ډله بولي.
فرانس پریس لیکلي، الحیه د حماس اړوند (الاقصی) تلویزیون ته په وینا کې د سعد وژنه تایید کړې.
اسراییل د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې پر دغه هېواد یې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې حملې یو طراح راید سعد وژلی دی.
د حماس په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول او ۲۵۰ نور برمته شول.
دا برید پر غزې د اسراییل د خونړي برید لامل شو.
د سیدني په یوه مشهور ساحل کې ډزې، لږ تر لږه ۱۳ تنه روغتونونو ته انتقال شوي دي
د سیدني په بوندي ساحل کې د ډزو پیښې څو تنه ټپيان کړي دي.
د استرالیا د یهودانو ټولنې اعلان کړی چې په ځایي وخت نن ماښام دا ډزې د دوی په دودیزو مراسمو کې شوې دي.
پولیسو ویلي، لږ تر لږه دوه تنه یې توقیف کړي او له خلکو یې غوښتي چې له دغه مشهور ساحل څخه ځانونه لرې وساتي.
د سوټ ویلز سیمې پولیسو ویلي چې د ډزو له ځایه ۱۳ تنه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د جرمني خبري اژانس د هغې ویډیو په حواله چې لا تایید شوې نه ده لیکلي چې ډزې د دوو کسانو له خوا شوي دي.
سوریه کې پر امریکایي پوځیانو ډزې، ټرمپ د غچ اخیستنې ګواښ کړی
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد شیباني هغه برید غندلی چې پرون شنبه یې دوه امریکایي سرتیري ووژل.
د راپورونو له مخې د داعش په غړیتوب مشکوک کس پرون شنبه د سوریې په مرکزي سیمه پالمیرا کې د امریکایي او سوریایي سرتیرو پر ګډه ګزمه ډزې وکړې.
ډزو کې دوه امریکایي پوځیان او یو ملکي ژباړن وژل شوی دی.
شیباني پر خپله ایکس پاڼه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ " د جدي غچ اخیستنې" ژمنه کړې ده.
د امریکا په روډ آیلنډ ایالت کې د ډزو په پېښه کې دوه کسان وژل شوي
د امریکا د روډ آیلنډ د پراوېډینس ښار په براون پوهنتون کې یوه وسله وال کس پرون مازیګر دوه تنه په ډزو ووژل او نهه تنه نور یې سخت ټپیان کړل.
د پراوېډینس ښاروال برت سمایلي خبریالانو ته دا خبر تایید کړ. د فرانسپرس خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ایزو چارواکو له خلکو غوښتي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه چې بریدګر نه دی نیول شوی.
چارواکو ویلي دي چې ټاکل شوې وه د برید پرمهال د پوهنتون په ودانۍ کې د څو مضمونونو ازموینه واخیستل شي. دا پوهنتون شاوخوا ۱۱ زره محصلان لري.
امنیتي چارواکو ویلی دي چې مشکوک بریدګر تورې جامې اغوستې وې.
پرونۍ پېښه د امریکا په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ډزو تازه نمونه ده. په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره غوښتنې له خنډ سره مخامخ دي.
هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د سفر پرمهال د کلکتې په یوه سټوډیوم کې ګډوډي پېښه شوه
هند ته د فوټبال د نړیوال ستوري لیونل مسي د ننني سفر پرمهال ګډوډي پېښه شوه.
د مسي ګڼو مینه والو د کلکتې ښار د سالټ لېک د لوبغالي څوکۍ ماتې کړې او میدان ته یې وغورځولې. هغوی په غوسه وو، چې ولې یې مسي له نژدې ونه شو لیدلای.
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام دا ګټونکي لوبغاړی په لوبغالي کې د تنظیموونکو د یوې لویې کړۍ له خوا بدرګه کېده او یوازې شل دقیقې وروسته ووت.
مسي به په کلکتې، حیدراباد، مومبی او نوې ډیلي کې په کنسرټونو، د ځوانانو د فوټبال اکاډمیو او خیریه غونډو ته ورشي.