د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پولیسو نن دوشنبه ( د لیندۍ۲۴مه) ویلي، دوه تنه مشکوک برید کوونکي پلار او زوی وو.
پولیسو په یوه خبري کانفرانس کې که څه هم د بریدګرو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده چې پنځوس کلن مشکوک برید کوونکي پلار سیمه کې وژل شوی او ۲۴ کلن زوی یې په سخت ټپي حالت کې بستر دی.
چارواکو د بونداي ساحل دغه پیښه د یهودانو ضد هدفي برید بللی دی.
پیښه کې د دوو پولیسو په ګډون څلویښت تنه ټپيان شوي هم دي.
ډزې د حنوکا په نوم د یهودانو په هغو مذهبي مراسمو کې شوي چې لږ تر لږه زرو کسانو برخه په کې اخیستې وه.
د برید پر مهال د هغه عیني شاهد ویډیو هم ډېره لاس په لاس کیږي چې له یوه بریدګر سره د مقابلې په حال کې دی او له هغه څخه وسله اخلي.
رویټرز د ۷م چینل په حواله ویلي چې دغه عیني شاهد چې خلکو د نورو کسانو د ژوند ژغورنې اتل بللی، احمد الاحمد نومیږي او سیمه کې یې د میوې دوکان درلود.
د استرالیا صدر اعظم انتوني البانیز نن سهار بوندای ساحل ته ولاړ او د برید په سیمه کې یې د وژل شویو کسانو په یاد د ګلو ګیډۍ کیښوده.
هغه ویلي چې د برید د ویر له کبله به نن دوشنبه د استرالیا بیرغونه نیمه ځوړنډ وي.
د نړۍ ګڼ شمېر مشرانو دا برید غندلی او د استرالیا له خلکو او د یهودانو له ټولنې سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.
دا لومړی ځل نه دی چې استرالیا کې پر یهودانو بریدونه کیږي.
تېر ۲۰۲۴ کال کې په استرالیا کې د یهودانو پر یوه عبادت ځای او یوه کافي شاپ بریدونه شوي وو چې له څیړنو وروسته استرالیا ایران د بریدونو په ملاتړ تورن او تیره اګست میاشت کې یې د یوې اونۍ په مخه د ایران سفیر اخراج کړ.
هغو بریدونو کې یوشمېر یهودیان ټپيان شوي وو.
فرانس پریس لیکلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سیدني پرونی برید غندلی دی.