افغانستان
پاکستاني پوځ پر کونړ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۵۴ د توپونو ګولۍ ویشتلي
د کونړ پر دانګام ولسوالۍ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یو ځل بیا پاکستانیو ځواکونو ۱۵۴ د توپونو ګولۍ راویشتلي.
د سیمې خلک وايي چې پاکستاني ځواکونه ځکه ډزې کوي چې د ډیورند پرکرښه يې د پوستو جوړولو او اغزن تار غځولو چارې پیل کړي، څو د افغان حکومت او خلکو پام ډزو ته واړوي او دوی اغزن تار وغځوي او پوستې جوړې کړي.
د سیمې اوسېدونکي وايي، یو ځل يې پاکستاني ځواکونه شړلي، خو اوس يې بیا ډزې پیل کړې دي.
د کونړ اوسېدونکي وايي، ۷ کاله وشول چې د دوی پر خاوره او کورونو د پاکستان پوځ د توپونو او نورو درنو وسلو ډزې کوي او اوس يې هڅه پیل کړې چې د دغو ډزو په جریان کې د ډیورند پر فرضي کرښه امنیتي پوستې جوړې او اغزن تارونه وغځوي.
بل خوا د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم هم وايي چې د پاکستانیو ځواکونو توپچي بریدونه دوام لري او د پوستو جوړولو چارې یې پیل کړې وې، خو هغه اوس د ولس په مرسته بندې شوې دي.
حکومتي مسؤلین وايي، نه غواړي چې د پاکستانیو ځواکونو په څېر دوی هم ړندې ډزې وکړي او د پولې بلې غاړې ته خپل وروڼه وولي او هغوی ته ستونزې پیدا کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې
یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۶ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.
د زلزله پېژندنې ویبپاڼې، والکانو دیسکوري د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې بللی او ویلي چې دا زلزله د افغانستان تر غرمې مخکې په یوولس بجې او څلور دقیقې وشوه.
د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۷ ریښتره بللی او د هغې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان کړی دی.
تېره میاشت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، کندوز او بغلان کې یوې سختې زلزلې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپیان کړل.
افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره فشارونه زیات شوي
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام( یو این ډي پي) وایي، په ګڼ شمیر کډوال له ګاونډيو هیوادونو افغانستان ته ستنیدلي دي چې پر ټولو خدماتي برخو یې فشارونه زیات کړې دي.
د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په اتلسمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته تر دوه میلیونه او درې لکو ډیر افغانان ستانه شوې دي.
په دې بیان کې وړاندې راغلې دي، چې د دې کډوالو لویه برخه د روغتیایي خدماتو، انرژۍ او کار موندنې په برخو کې ستونزې لري، همداراز د استوګنې په برخه کې هم افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مشکلات پراخ شوې دي.
هند له افغانستان سره د درملو د نوې مرستې ژمنه وکړه
هند ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سرطان ضد درملو، واکسینونو او یوشمیر روغتیایي وسایلو مرسته وکړي.
د هند روغتیا وزیر جیګت پراکاش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د درملو یو لوی بار له یوسل او اته ویشت سټي سکن ماشینونو سره افغانستان ته د لیږلو په حال کې دی.
ښاغلي پراکاش پرون په نوي ډیلي کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ د لیندۍ په پنځه ویشتمه د هند په بلنه دغه هیواد ته تللی دی، وکتل او له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د هند د اوږدمهاله مرستو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.
په اسلو کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ توزیع پيل کړه
په ناروې کې د افغانستان سفارت چې سږکال پسرلی یې واک د طالبانو استازي ته وسپارل شو، د ناورې، ډنمارک او ایسلنډ میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو توزیع پیل کړه.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې موافقه وکړه چې د طالبانو دیپلومات نجیب اله شاهین د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وپیژني.
د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چې جمهوري نظام نسکوره شو، په اسلو کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ ودریده.
په اروپا کې د ناروې په شمول، په جرمني، هالنډ، اسپانیا، بلغاریا او یوشمیر نورو دیپلوماتیکو استازولیو کې د طالبانو ملاتړیو ته اجازه ورکړل شوې ده چې افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.
د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل او بامیان کې به ورښتونه وشي. په ځینو کې له لسو تر شل سانتي مترو پورې د واورې او په ځینو کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د باران اټکل شوی دی.
د وړاندوینو له مخې د شنبې او یکشنبې په ورځو تقریبا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته چې په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځ ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.
جرمني غواړي د کال تر پایه ۵۳۵ افغانان خپل هیواد ته ولیږدوي
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې موافقه ورسره شوې ده چې جرمني ته راشي هغوی به په راتلونکو دوو اونیو کې ولیږدول شي.
الکساندر دوبرینت نن د ( ار-این-ډي) په نوم د رسنیو یوه ګروپ ته په برلین کې ته وویل چې د دې افغانانو شمیر شاوخوا پنځه سوه پنځه دیرشو ته رسیږي چې اوس په پاکستان کې دي.
ښاغلي دوبرینت زیاته کړه چې د دې کسانو د انتقالیدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي او ښایي د ځینو کسانو کارونه د روان میلادي کال تر اخره خلاص نه شي، نو که داسې شول د هغوی غم به نوی کال وخوري.
د سې شنبې په ورځ هم په چارتر الوتنو کې یوسل او شپیته افغانان جرمني ته انتقال شول.
په پاکستان کې شاوخوا شپږ نیم سوه نور داسې افغانان دي چې جرمني پخوا ویلي و چې دا کسان به هم جرمني ته بیایي، خو په وروستیو کې برلین وویل چې دغه کسان جرمني ته نه شي لیږدولی.
د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکټور د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل
د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.
وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړونونه پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان- قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې لاسلیک شول.
دا کانفرانس د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ جوړ شوی و.
د افغانستان کورنیو رسنیو ویلي چې پرون په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانستل شوه.
که څه هم له روسیې پرته بل ېوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د قرغیزستان په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونه له طالبانو سره تعامل او سوداګریز اړیکي پالي.
د کرکټ ۱۹کلنې لوبډلې له دوو ماتو وروسته نیپال ته ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې د شپږ وکټو په توپیر د نیپال لوبډلې ماتې ورکړه.
د لوبې پچه نیپال ګټلي وه او په پنځوس اورونو کې يې ۱۲۴ منډې هدف افغان لوبډلې ته ورکړی و.
افغان لوبډلې په شپږویشتو اورونو کې ورکړل شوی هدف پوره او د شپږ وکټو په توپیر يې لوبه وګټله.
افغانستان له دې وړاندې له سریلانکا بنګلادیش څخه ماتې خوړلې وه.
کابل کې د قرغیزستان سوداګریزه خونه پرانستل شوې ده
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزیر نورالدین عزیزي نن چهارشنبې د (ډیسمبر۱۷مه) د قرغیزستان د اقتصاد وزیر بکیت صدیکوف سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو او پانګونې پر پراختیا، د نندارتونو په جوړیدو او د سوادګریزو ناستو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت پر خپله ویبپاڼه لیکلي، افغانستان ته د قرغیزي چارواکو د سفر په ترڅ کې په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه پرانستل شوې ده.
که څه هم قرغیزستان د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندلی نه دی خو د افغانستان او قرغیزستان سوداګریزې اړیکې د نورو کالونو پرتله ښې دي.
ټرمپ امریکا ته د اس ای وي کیس لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه کړ
افغان ایوک ټولنې خبر ورکړی چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ امریکا ته د اس ای وي (SIV) کیس لرونکو افغانانو لپاره د سفر معافیت لغوه کړی دی.
دغه ټولنې د سه شنبې په ورځ د (ډیسمبر۱۶مه) پر خپله ایکسپاڼه د دې سازمان د مشر شان ون دایور په حواله لیکلي،" د امریکا حکومت د ملي ګارد پر سرتیرو د یوه افغان له له بریده ناوړه ګټه پورته کوي څوامریکا ته، په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او د هغوی د کورنیو د ورتګ مخه ونیسي".
دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د سفر دغه بندیز امریکا ته د کډوالۍ له پخوانیو اصولو له هغې ډلې د کورنیو د ملاتړ خلاف اقدام دی او ژر تر ژره باید لغوه شي.
افغان ایوک په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ سازمان دی.
د امریکا په پلازمینه واشنګټن دي سي کې د رحمان الله لکڼوال په نوم د افغان کډوال په برید کې چې د امریکا د ملي ګارد یوه غړې په کې ووژل شوه، د ټرمپ ادارې پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي دي.