د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۵۸

د کډوالو نړیواله ورځ؛ افغان کډوالو د نړۍ په کومو هېوادونو او په څه حالت کې ژوند کوي؟


 افغان کډوال له پاکستانه د ستنیدو په حال کې
افغان کډوال له پاکستانه د ستنیدو په حال کې

په ایران او پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال وايي چې دوی دا مهال په سخت حالت کې ژوند کوي او د پولیسو له ځورونې او افغانستان ته د جبري ایستلو وېره لري.

د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په سیمه کې په ۳۰۰ افغان کډوالو ډزې وکړې او په بمونو یې والوزول او ویې ویل چې په دې پېښه کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې کسان ووژل شول

مرضیه چې مدني فعاله او کډواله ده ازادي راډیو ته وویل چې دا له دوه نیمو کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي، خو له هغه وخته چې د استوګنې اسناد یې نه دي تمدید شوي بې برخلیکه او له ټولو خدماتو محرومه ده او په ناڅرګند حالت کې ژوند کوي: "د دې له وېرې چې اسناد نه لرم د شپې خوب کې وینم چې بهر وځم پولیس مې نیسي، پلار وروڼه او هېڅ څوک مو له کوره وتلی نه شي، د دې لپاره چې اسناد نه لرو، روغتون ته تللی نه شو، زموږ سیم کارتونه قطع کېږي، بانکي کارت نه راکول کېږي زه ډېر بې برخلیکه حالت کې یم، که افغانستان ته بېرته ستنه شم هلته مې هم ژوند ته ګواښ دی."

په ایران کې د افغان کډوالو نیونې او ځپل وروسته له هغه زیات شوي چې تهران د روان کال په پیل کې اسراییلو سره د ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو هڅې ګړندۍ کړي.

د روان کال په پیل کې، ایران د نږدې دوه میلیونه افغان کډوالو "د سرشمېرنې کارتونه" لغوه کړل او د دوی ایستل یې پیل کړل.

د دې له وېرې چې اسناد نه لرم د شپې خوب کې وینم چې بهر وځم پولیس مې نیسي، پلار وروڼه او هېڅ څوک مو له کوره وتلی نه شي، د دې لپاره چې اسناد نه لرو، روغتون ته تللی نه شو
مرضیه

د ایران سرحدي پولیسو نه یوازې دا چې افغان کډوال نیولي او وهلي دي، بلکې په دې وروستیو کې یې پر پوله یو شمېر په ډزو وژلي او ټپیان کړي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان «حال وش» د نومبر په ۱۶مه راپور ورکړ چې د ایران د سیستان-بلوچستان په سراوان سیمه کې د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا لږ تر لږه اووه افغان کډوال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

دې سازمان د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۴مه هم راپور ورکړ چې د ایران سرحدي ځواکونو د سراوان په سیمه کې په ۳۰۰ افغان کډوالو ډزې وکړې او په بمونو یې والوزول او ویې ویل چې په دې پېښه کې له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې کسان ووژل شول.

د ایران سربېره، د افغانستان بل ګاونډي پاکستان هم سږکال د افغان کډوالو د نیولو، وهلو، ځورولو، باج اخیستلو او ایستلو پروسه په چټکۍ سره شدیده کړې ده.

په اسلام اباد کې یوې بې سرپرسته مېرمنې چې په خبره یې، دوه ځله د پولیسو لخوا نیول شوې ده، وویل چې د پولیسو لخوا د نیول کېدو او افغانستان ته یې د استولو له وېرې په یو لیرې پروت کلي کې ژوند کوي چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی.

دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل:

خلک ډېر په بد حالت کې دي او شرایط ډېر خراب دي، زه خپله دوه ځلې نیول شوې یم، حاجي کمپ ته یې یوړم پاکستان کې افغان کډواله

"خلک ډېر په بد حالت کې دي او شرایط ډېر خراب دي، زه خپله دوه ځلې نیول شوې یم، حاجي کمپ ته یې یوړم، خو د ملګرو په مرسته بېرته را ازاده شوم، فعلا یوې لیرې پرتې سیمې ته راغلي یو، یوه خونه مو نیولې چې نه برښنا لري نه ګاز، زه پیرکي پخوم او څهره مې د پاکستانیانو په شان بدلوم او بیا یې بازار ته وړم او پلورم او خپله شپه ورځ پرې تېروو."

پاکستان ظاهراً وروسته له هغه چې د اکټوبر په ۱۱مه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو وروسته د طالبانو حکومت سره یې اړیکې خرابې شوې په دې هېواد کې پر مېشتو افغانانو فشارونه د پام وړ زیات کړي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ډسمبر په لومړیو کې د غیر قانوني افغان کډوالو د نیولو لپاره د عملیاتو د شدیدولو اعلان وکړ او ویې ویل چې عملیات به د سیمه ییزو پولیسو افسرانو په کچه پیل شي او غیر قانوني افغانان به ونیول شي.

پاکستان د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر کې پرېکړه وکړه چې د افغان کډوالو د ایستلو پروسه په څو مرحلو کې پیل کړي.

له هغه وخته چې زلزله شوې، ژوند ډېر ستونزمن پر مخ ځي، په خیمو کې ژوند سخت دی، زموږ ښځې او ماشومان ناروغه کېږي، موږ په وخت ډاکټر ته لاسرسی نه لرو، زموږ کورونه باید جوړ شي چې ستونزې مو حل شي
د کونړ اوسیدنکی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو ان اېچ سی ار) ویلي چې له هغه وخت راهیسې، د ۲۰۲۵ کال د نومبر تر ۳۰مې پورې له ۱،۸ میلیونه ډېر افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

خو د افغانانو بې ځایه توب یوازې له افغانستانه بهر باندې نه خلاصه کېږي، بلکې په کورنۍ کچه هم له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي دي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د دې کورنیو بې ځایه شویو له ډلې یو شمېر یې چې په افغانستان کې یې د طبیعي پېښو له امله خپل ټول شته له لاسه ورکړي، وايي چې له جدي ستونزو سره مخ دي.

د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ د چلس سیمې اوسېدونکی فرید چې په اګسټ میاشت کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو دی، وايي: "له هغه وخته چې زلزله شوې، ژوند ډېر ستونزمن پر مخ ځي، په خیمو کې ژوند سخت دی، زموږ ښځې او ماشومان ناروغه کېږي، موږ په وخت ډاکټر ته لاسرسی نه لرو، زموږ کورونه باید جوړ شي چې ستونزې مو حل شي."

دا افغان کډوال او بې ځایه شوي داسې وخت د خپل خراب وضعیت او ننګونو په اړه اندېښنې او شکایتونه مطرح کوي چې د ډسمبر ۱۸مه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ په خپله اکس پاڼه (پخواني ټویټر) د دې ورځې د نمانځنې په مناسبت لیکلي چې کډوال، د کارګرانو، زده کوونکو، کار خلقوونکو، هنرمندانو او نورو په توګه، د خپلو اصلي او مقصد هېوادونو کې د پرمختګ پیاوړي محرکین دي.

ملګرو ملتونو له ټولو هېوادونو غوښتي چې د نړۍ د ۳۰۰ میلیون کډوالو سره د مرستې لپاره سره متحد شي.

ملګرو ملتونو مخکې په خپله وېب پاڼه لیکلي و چې د کډوالو نړیواله ورځ هغه ورځ ده چې ملګري ملتونه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو د تجربو، ننګونو او ونډو د روښانه کولو لپاره کاروي.

دې سازمان دا هم ویلي چې دوی د اقتصادي ودې د لوړولو او خپلو کورنیو او ټولنو ته د پیسو په لېږلو، په خپلو اصلي هېوادونو کې د پرمختګ څرخ ته حرکت ورکوي.

افغانستان یو له هغو لویو هېوادونو دی چې وګړي یې د مختلفو دلایلو له هغې ډلې د لسیزو جګړو، سیاسي بې ثباتۍ، وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله بېلابېلو هېوادونو ته کډوال شوي دي.

په کوربه هېوادونو کې په ډېرو مواردو کې د دې افغان کډوالو بشري حقونه نقضېږي.

خو د کډوالو د حقونو سرغړونه د دوی په ژوند کې کوم ناورینونه رامنځته کوي؟

د کډوالو د چارو پوه عبدالرازق عادل وايي: "کله چې د یو کډوال حقونه نقضېږي، د ناورینونو لړۍ رامنځته کېږي، مزمنه اضطراب، ژور خپګان، د بې هویتۍ له امله کمزوري کېدل، بل اقتصادي استثمار دی، چېرې چې غیرقانوني کډوال اکثرا سخت کار، تور کار او په ټیټه تنخوا او پرته له بیمې کار کولو ته اړ ایستل کېږي."

د کډوالو نړیواله ورځ هغه ورځ ده چې ملګري ملتونه یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کډوالو د تجربو، ننګونو او ونډو د روښانه کولو لپاره کاروي
ملګري ملتونه

دی وايي چې کډوال د نړیوالو کنوانسیونونو په ځانګړې توګه د ژنیو د ۱۹۵۱ کنوانسیون پر بنسټ، د ژوند حق، هغه ځای ته چې ژوند ته یې خطر دی، په زوره د نه ستنولو، بنسټیزو خدماتو ته د لاسرسي حق، د کار کولو حق او نور مسایلو څخه برخمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې د یو راپور په خپرولو د افغانستان له ګاونډیو او اروپایي هېوادونو غوښتنه کړې چې افغانستان ته د کډوالو جبري ستنول بند کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان د نویو خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې ایران او پاکستان سږکال له ۲،۶ میلیون څخه ډېر افغانان په غیر قانوني ډول افغانستان ته ستانه کړي دي چې ۶۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.

په راپور کې راغلي چې ځینو اروپايي هېوادونو هم د افغانانو د جبري بېرته ستنولو هڅې زیاتې کړي او د راپورونو له مخې، جرمني، اتریش او اروپايي ټولنې د دې پروسې د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام یو شمېر پخواني کارکوونکي، د مدني ټولنې فعالان، خبریالان او د ښځو او بشري حقونو مدافعین د هغو افغان کډوالو په ډله کې دي چې د ایران او پاکستان په ګډون یې په بېلابېلو هېوادونو کې پناه اخیستې ده او ټینګار کوي چې دوی ته د امنیتي ګواښونو له امله افغانستان ته د بېرته ستنېدل ممکنه نه دي.

د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو دا ایستنې غندلې دي او دا یې د کډوالو په وړاندې د ایران او پاکستان د نړیوالو مکلفیتونو سرغړونه بللې ده.

د بشري حقونو فعالانو خبرداری ورکړی چې د کډوالو دا ډول ایستل د زیان ګالو کسانو ژوند له خطر سره مخ کوي او بشري خوندیتوب او ملاتړ ته یې زیان رسوي.

XS
SM
MD
LG