د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ لیندۍ ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۳

افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په اړه خپل نوی راپور خپور کړی

په کابل کې د شهزاده سرای د یوې څنډې انځور
په کابل کې د شهزاده سرای د یوې څنډې انځور

نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي څارنې په نوي راپور کې چې پرون د جولای په ۳۱مه یې خپور کړی ویلي چې په تېرو دوو میاشتو کې په افغانستان کې د کال پرتله انفلاسیون منفي و، د توکو عرضه کافي، خو تقاضا کمه وه او له پنځوس سلنې زیاتې افغان کورنۍ د خپل معیشت او د لګښتونو د پوره کولو په چاره کې له ستونزو سره مخ وې.

نړیوال بانک زیاتوي، سره له دې چې په ۲۰۲۳م کال د سوداګرۍ کسر زیات شوی، خو د دې کال له جنوري څخه تر جولای پورې د افغانۍ ارزښت د لویو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی.

د نړیوال بانک د اقتصادي څارنې د راپور له مخې شرکتونو د ۲۰۲۳ کال په جون کې له بانکونو څخه د پیسو په ایستلو کې د ښه والي راپور ورکړی.

د طالبانو حکومت د نړیوال بانک د دې راپور هرکلی کړی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټویټرپاڼه کې خپره کړې، ویل شوي چې که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لیرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني آزاده کړي، نو افغانستان به د نورو برخو ترڅنګ په اقتصادي برخه کې په بشپړ ډول پرمختګ وکړي.

نړیوال بانک په افغانستان کې د انفلاسیون د کمښت خبر داسې مهال ورکوي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغانستان د لوېدیځوالو د مالي او پر بانکي سیستم یې د بندیزونو له امله په دې هېواد کې د رغونې ډېرې هغې پروژې چې په لسګونو زره کسانو ته په‌کې د کار زمینه برابره شوې وه، په ټپه درېدلې دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو وړاندوینه شوې

د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی دی.

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي، د هیواد په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځو ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.

پاکستان وايي، په اسلام اباد کې د طالبانو مرستیال سفیر د احتجاج لپاره احضار کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې یې د افغانستان د طالبانو د سفارت مرستیال احضار کړی او په وزیرستان کې یې پر پاکستاني پوځیانو د حملې له کبله خپل احتجاج ورسپارلی دی.

دې وزارت تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې په شمالي وزیرستان کې پر یوه پوځي کمپ برید شوی او څلور پاکستاني سرتېري پکې وژل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې برید له کبله د افغانستان د سفارت مرستیال احضار کړی او سخت احتجاج یې ورسپارلی دی. پاکستان پر طالبانو تور ولګاوه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) وسله‌والو ته اجازه ورکوي چې له افغان خاورې څخه په ازاده توګه فعالیت وکړي او د پاکستان دننه خونړي بریدونه ترسره کړي.

پاکستاني چارواکو دا برید په سختو ټکو وغانده او ویې ویل چې دا حمله د ټي ټي پي د ګل بهادر د ډلې د وسله‌والو له‌خوا شوې ده. د پاکستان په وینا، دا پېښه یو ځل بیا د دې څرګندونه کوي چې افغانستان د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

تر دې مخکې پرون پاکستاني رسنیو د خپلو امنیتي سرچینو په قول ویلي و چې د خیبر پښتونخوا ایالت د شمالي وزیرستان ولسوالۍ په بویا سیمه کې پر یوه امنیتي پوځي اډه د وسلوالو په برید کې څلور بریدګر وژل شوي دي.

د پولیسو د چارواکو په وینا، بریدګرو د اډې انګړ ته له ننوتلو وروسته پر امنیتي ځواکونو ډزې پیل کړې چې له هغې وروسته نښته رامنځته شوه او په ترڅ کې یې ټول څلور بریدګر ووژل شول. د دې پېښې پر مهال څلور امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

جاپان له افغانستان سره نژدې ۲۰ میلیون ډالره نوره بشري مرسته تصویب کړه

د جاپان حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د افغانستان لپاره یې د بشري مرستو په برخه کې ۱۹.۵ میلیونه امریکايي ډالر نور هم تصویب کړي دي.

په کابل کې د جاپان سفارت په ایکسپاڼه (پخواني ټوېټر) کې په یوه پیغام کې ویلي چې دا پیسې به د بشري مرستو او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي او د ملګرو ملتونو د ادارو، نړیوالو بنسټونو او جاپاني نادولتي سازمانونو له لارې به افغانستان ته ورسول شي.

د یاد بیان له مخې، د جاپان له دې تازه مرستې سره د ۲۰۲۱ کال له اګست څخه، یعنې له هغه وخته چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، افغانستان ته د جاپان د ټولې مرستې تر ۵۴۹ میلیون ډالرو واوړي.

افغانستان سږ کال په ځانګړي ډول د میلیونونو کډوالو د بېرته ستنېدو، وچکالۍ او طبیعي پېښو له کبله له لا سخت وضعیت سره مخامخ دی.

نسبتاً شدیدې زلزلې د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې

ارشیف
ارشیف

یوه زلزله چې شدت یې د ریښتر په حساب ۵ اعشاریه ۶ درجې و، نن د افغانستان شمال ختیځې سیمې ولړزولې.

د زلزله پېژندنې ویبپاڼې، والکانو دیسکوري د دې زلزلې مرکز د بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ د شمال ختیځ په ۲۴ کیلومترۍ کې بللی او ویلي چې دا زلزله د افغانستان تر غرمې مخکې په یوولس بجې او څلور دقیقې وشوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د دې زلزلې شدت ۵ اعشاریه ۷ ریښتره بللی او د هغې مرکز یې تر مځکې ۱۰ کیلومتره لاندې اعلان کړی دی.

تېره میاشت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بلخ، سمنګان، کندوز او بغلان کې یوې سختې زلزلې ۲۷ تنه مړه او ۹۵۶ نور ټپیان کړل.

افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره فشارونه زیات شوي

له ایرانه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستنیدونکي کډوال- July 5, 2025- ارشیف
له ایرانه د اسلام کلا بندر له لارې افغانستان ته ستنیدونکي کډوال- July 5, 2025- ارشیف

د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام( یو این ډي پي) وایي، په ګڼ شمیر کډوال له ګاونډيو هیوادونو افغانستان ته ستنیدلي دي چې پر ټولو خدماتي برخو یې فشارونه زیات کړې دي.

د ملګرو ملتو پراختیایي پروګرام د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په اتلسمه د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې یوازې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته تر دوه میلیونه او درې لکو ډیر افغانان ستانه شوې دي.

په دې بیان کې وړاندې راغلې دي، چې د دې کډوالو لویه برخه د روغتیایي خدماتو، انرژۍ او کار موندنې په برخو کې ستونزې لري، همداراز د استوګنې په برخه کې هم افغانستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مشکلات پراخ شوې دي.

هند له افغانستان سره د درملو د نوې مرستې ژمنه وکړه

د طالبانو روغتیا وزیر په هند کې
د طالبانو روغتیا وزیر په هند کې

هند ژمنه وکړه چې له افغانستان سره به د سرطان ضد درملو، واکسینونو او یوشمیر روغتیایي وسایلو مرسته وکړي.

د هند روغتیا وزیر جیګت پراکاش پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د درملو یو لوی بار له یوسل او اته ویشت سټي سکن ماشینونو سره افغانستان ته د لیږلو په حال کې دی.

ښاغلي پراکاش پرون په نوي ډیلي کې د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر مولوي نورجلال جلالي سره چې د یوه پلاوي په مشرۍ د لیندۍ په پنځه ویشتمه د هند په بلنه دغه هیواد ته تللی دی، وکتل او له افغانستان سره یې د روغتیا په برخه کې د هند د اوږدمهاله مرستو پر ژمنتیا ټینګار وکړ.

په اسلو کې د افغانستان سفارت د پاسپورټ توزیع پيل کړه

د ناروې په پلازمینه اسلو کې د افغانستان سفارت
د ناروې په پلازمینه اسلو کې د افغانستان سفارت

په ناروې کې د افغانستان سفارت چې سږکال پسرلی یې واک د طالبانو استازي ته وسپارل شو، د ناورې، ډنمارک او ایسلنډ میشتو افغانانو لپاره د پاسپورټونو توزیع پیل کړه.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د وري په میاشت کې موافقه وکړه چې د طالبانو دیپلومات نجیب اله شاهین د سفارت د لومړي سکرتر په توګه وپیژني.

د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته چې جمهوري نظام نسکوره شو، په اسلو کې د افغانستان په سفارت کې د پاسپورټونو د ویش لړۍ ودریده.

په اروپا کې د ناروې په شمول، په جرمني، هالنډ، اسپانیا، بلغاریا او یوشمیر نورو دیپلوماتیکو استازولیو کې د طالبانو ملاتړیو ته اجازه ورکړل شوې ده چې افغانانو ته قونسلي خدمات وړاندې کړي، خو تر اوسه له روسیې پرته د نړۍ هیڅ هیواد د طالبانو رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی.

د افغانستان په نهو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

ارشیف
ارشیف

د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پیژندنې ریاست په یوه بیان کې ویلي دي چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل او بامیان کې به ورښتونه وشي. په ځینو کې له لسو تر شل سانتي مترو پورې د واورې او په ځینو کې له لسو تر پنځه ویشت ملي مترو پورې د باران اټکل شوی دی.

د وړاندوینو له مخې د شنبې او یکشنبې په ورځو تقریبا د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ورښتونو امکانات شته چې په مرکزي، شمالي او غربي سیمو کې تر ډیره د واورو او په جنوب لویدیځ او ختیځ ولایتونو کې د بارانونو د وریدو امکانات شته.

جرمني غواړي د کال تر پایه ۵۳۵ افغانان خپل هیواد ته ولیږدوي

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرینت

د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، هغه افغانان چې موافقه ورسره شوې ده چې جرمني ته راشي هغوی به په راتلونکو دوو اونیو کې ولیږدول شي.

الکساندر دوبرینت نن د ( ار-این-ډي) په نوم د رسنیو یوه ګروپ ته په برلین کې ته وویل چې د دې افغانانو شمیر شاوخوا پنځه سوه پنځه دیرشو ته رسیږي چې اوس په پاکستان کې دي.

ښاغلي دوبرینت زیاته کړه چې د دې کسانو د انتقالیدو په تړاو له پاکستاني چارواکو سره په تماس کې دي او ښایي د ځینو کسانو کارونه د روان میلادي کال تر اخره خلاص نه شي، نو که داسې شول د هغوی غم به نوی کال وخوري.

د سې شنبې په ورځ هم په چارتر الوتنو کې یوسل او شپیته افغانان جرمني ته انتقال شول.

په پاکستان کې شاوخوا شپږ نیم سوه نور داسې افغانان دي چې جرمني پخوا ویلي و چې دا کسان به هم جرمني ته بیایي، خو په وروستیو کې برلین وویل چې دغه کسان جرمني ته نه شي لیږدولی.

د افغانستان او قرغیزستان خصوصي سکټور د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړونونه لاسلیک کړل

د قرغزستان پلاوی د کابل په هوایي ډګر کې، انځور له ټولنیزو پاڼو
د قرغزستان پلاوی د کابل په هوایي ډګر کې، انځور له ټولنیزو پاڼو

د افغانستان او قرغیزستان د خصوصي سکتور استازو د ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې تړونونو کې د ترانزیت پراختیا، د ګډو پانګونو جذب، د نندارتونونو جوړول او سوداګریزې ناستې شاملې دي.

وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا تړونونه پرون چهارشنبه ( د لیندۍ ۲۶مه) په کابل کې د افغانستان- قرغیزستان د سوداګریز تواصل په کانفرانس کې لاسلیک شول.

دا کانفرانس د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ د وزیر نورالدین عزیزي او د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر بکیت صدیکوف په مشرۍ جوړ شوی و.

د افغانستان کورنیو رسنیو ویلي چې پرون په کابل کې د قرغیزستان د سوداګرۍ خونه هم پرانستل شوه.

که څه هم له روسیې پرته بل ېوه هېواد تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د قرغیزستان په ګډون د سیمې یوشمېر هېوادونه له طالبانو سره تعامل او سوداګریز اړیکي پالي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG