افغانستان ته له ګاونډیو هیوادو ستنیدلي کډوال ژمنې ته اندیښمن دي

تورخم ته څيرمه د ستنیدونکو افغان کډوالو کمپ-ارشیف

د طالبانو د کډوالو وزارت له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او هغوی ته په خپله خوښه افغانستان ته د بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي. په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري دیپورټ لړۍ تر بل هر وخت تېزه شوې ده.

داسې مهال چې په افغانستان کې د ژمي موسم د پیل کېدو په درشل کې دی او لا له وړاندې په دې موسم کې بشري مرستو ته د ګڼ شمېر افغانانو د اړتیا د ډېرېدو راپورونه ورکول شوي دي له پاکستان او ایرانه تازه ستانه شوي یو شمېر کډوال وايي له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي له یوې خوا بې کاري او له بله خوا د ژمي موسم د دوی ژوند له سخت کړاو سره مخ کړی دی.

د محمد د څلورو اولادونو پلار چې اوس مهال د ننګرهار په ثمرخیلو سیمه کې په یوه خیمه کې ژوند کوي او نږدې یوه میاشت مخکې له پاکستانه ستون شوی ازادي راډيو ته یې وویل:

(موږ له نړیوالې ټولنې غواړو چې موږ ته پام وکړي، موږ سرپناه نه لرو، دلته ډېر خلک شته چې هیڅ هم نه لري، نه ځمکه لري نه کور لري او نه پیسې لرې، په دې وضعیت کې ژوند کول ډېر ستونزمن دي، کار نشته، روزګار نشته او یخ ژمې پیل شوی دی.)

اخوا په تورخم ښارګوټي کې د کډالو په کمپ کې میشت یو شمېر تازه ستانه شوي افغانان دغلته د اسانتیاوو د نه شتون خبره کوي.

یوه میرمن چې نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي وايي پنځه ورځې کیږي چې په دې کمپ کې دیره ده خو لازمه مرسته ورسره نه ده شوې.

(دا پنځه ورځې کیږي چې موږ راغلي یو، هیڅوک مو پوښتنه نه کوي، دلته هیڅ اسانتیا نشته، ماشومان مې یخنۍ وهلي ټول مریضان دي، کومې پیسې مو چې راوړې وې هغه مو وخوړې اوس حیران یو څه وکړو.)

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې په تورخم کې د کډوالو لپاره د جوړ شوي کمپ مسولینو ویلي چې ستنو شویو کډوالو ته په دې کمپ کې هر ډول اسانتیاوې برابرې شوي دي.

په همدې حال کې له ایرانه تازه یو ستون شوی کډوال چې اوس مهال د هرات په اسلام کلا کې د کډوالو په لنډ مهاله کمپ کې دی وايي کوچنیان یې هم ناروغان دي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل:

(دلته روغتیايي کلینک نشته، ماشومان ټول ناروغان دي نه پوهیږو چرته یې یوسو، خوراکي مواد نشته، ځکه چې کار نه لرو، ژوند مو په ډېرې سختۍ تېریږي.)

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ شدت موندلی دی.

تازه ده د طالبانو د کډوالو وزیرله ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې د افغان کډوالو سره له زور زیاتي ډډه وکړي او هغوی ته په خپله خوښه افغانستان ته د بېرته ستنېدو مناسب شرایط برابر کړي.

مولوي عبدالکبیرجمعه د ډیسمبر ۱۲ مه په پکتیا کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، افغان کډوال په نورو هېوادونو کې خپلواک ژوند لري او پر چا بار نه دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون ویلي تازه د ډیسمبر په ۱۲ مه له ایران او پاکستانه ۸۳۰ افغانې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۰۰ ته رسېده په خپله خوښه او په جبري ډول ستنې شوي دي.

که څه هم د دې کمیسیون په اعلامیه کې راغلي چې له راستنو شویو کورنیو سره یو لړ مرستې شوي دي خو افغانستان ته تازه ستانه شوي کډوال تر ډېره له اقتصادي ستونزو شکایت کوي.

ستانه شوي افغانان په داسې حال کې د ژوند له سختیو شکایت کوي چې په کور دننه وار له مخه د بې وزلۍ او بې کارۍ راپورونه خپاره شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د روانې ډسمبر په ۲مه په یو راپور کې اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به شاوخوا ۲۱ عشاریه ۹ افغانان چې د افغانستان د نفوسو ۴۵ سلنه جوړوي بشري مرستو ته اړتیا ولري.

دغه ادارې په خپل راپور کې د خوړو د ناامنۍ په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي و احتمال لري چې راتلونکي کال کې ۱۷ عشاریه ۴ میلیونه کسان د خوړو د خوندیتوب له شدید کمښت سره مخ شي.

د راپور په ټکو د افغانانو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو خراب بشري وضعیت، د خوړو ناامني، د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې وچکالي، د کډوالو په لویه کچه راستنېدنه، زلزلې، سېلابونه او بېلابېلې ناروغۍ هغه ستونزې دي چې په دې هېواد کې یې وضعیت لاپسې خراب کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار په خپل وروستي راپور کې ویلي په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه ۲ عشاریه ۸ میلیونه افغانان ستانه شوي دي.