د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی سټیف ویتکوف برلین ته روان دی څو هلته له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي او نورو اروپايي مشرانو سره د اوکراین د سولې د پلان په اړه خبرې وکړي.
په واشنګټن کې یوه جګپوړي چارواکي د جرمني خبري آژانس ته تایید کړه چې د نوې اونۍ په پیل کې به ویتکوف برلین ته سفر وکړي خو په دې اړه یې جزییات ورنه کړل چې له دې مشرانو سره به دقیقا کله او په څه ډول ګوري.
په پام کې ده چې د جرمني صدراعظم فریدریک میرڅ د راروانې دوشنبې په ورځ له زیلینسکي او د اروپايي ټولنې د مشرې او د ناټو د عمومي منشي په ګډون له ځینو اروپايي مشرانو سره وګوري.
ټاکل شوې چې د برتانیا صدراعظم او د فرانسې ولسمشر هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.