د روغتیا د ټولګډونه پوښښ نړیواله ورځ؛ ګڼ افغانان د روغتیايي امکاناتو له کموالي شکایت لري

په افغانستان کې یو شمیر کورنۍ وايي د اقتصادي ستونزو، د باکیفیته روغتیایی خدمتونو نشتوالي او د دوی له سیمو څخه د روغتیایی مرکزونو د لرې والي له امله له جدي ستونزو سره مخ او د روغتیا له هر اړخیز پوښښه محروم دي.

نن، د دسمبر ۱۲مه، د روغتیا ټولګډونه پوښښ نړیواله ورځ ده.

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ دې اوسیدونکي مصور د جمعې په ورځ «د دسمبر په ۱۲مه» وړاندې ازادي راډیو ته وویل، د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغان دي، خو د دې لپاره چې روغتیايي مرکز ترې لرې دی، نه شي کولای ډاکټر ته لاړ شي یا درمل واخلي.

"کلینیک زموږ له سیمې ډېر لرې دی او کله چې هلته ورشې، درمل هم نه لري، یوازې هماغه نسخه درکوي او وایي چې له بازاره درمل واخلئ، خلک مالي توان نه لري، اوس چې د هوا او اوبو وضعیت خراب دی، زموږ ټول ماشومان ناروغان دي او د درملو کمښت هم احساسېږي، زموږ په سیمه کې خلک له ډیرو ستونزو سره مخ دي."

د لوګر ولایت اوسېدونکې یاسمین چې سرپرست نه لري او خپله دنده یې هم له لاسه ورکړې ده، وايي چې د کورنۍ ټول غړي یې ناروغان دي، خو د مالي ستونزو له امله نه شي کولای وته درمل واخلي.

"که ناروغه شو، په خدای توکل کوو، اقتصادي توان نه لرم چې ډاکټر ته لاړه شم، او د ځان درملنه وکړم، له یو نیم کال راهیسې بې کاره یم، د کور په کونج کې په خپګان اخته پراته یو، هېڅ امکانات نشته چې ډاکټر ته ولاړه شم او د ځان درملنه وکړم اوس مو د کورنۍ ټول غړي ناروغان دي."

د روغتیايي مرکزونو نشتوالی، د درملو کمښت، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ستونزې، په دولتي روغتونونو کې د ښځینه ډاکټرانو نشتوالی او په خصوصي روغتونونو کې د ډاکټرانو لوړ فیسونه د روغتیايي خدمتونوپه وړاندې کولو کې د خلکو له جدي شکایتونو دي.

په دولتي روغتونونو کې یو شمیر ډاکټران هم په روغتونونو کې ستونزې تاییدوي.

د بلخ ولایت د یوه روغتون ډاکټرې نجلا ازادي راډیو ته وویل:

"اوس چې ژمی دی، د سینه بغل، کانګې یا شدید اسهال لرونکي ناروغان موږ ته راځي، موږ په روغتون کې دوی لپاره هیڅ ډول زرقي درمل نه لرو، چې باید ژر تر ژره اقدام وکړو، چې دا خپله اوس یوه لویه ستونزه ده، شپږ میاشتې کېږي چې مناسبې اسانتیاوې نه لرو، HK د درد د ارامۍ یو امپول هم نه لرو، کله چې کومه پېښه رامنځته شي، موږ باید ورته رسېدنه وکړو، خو ورځ په ورځ زموږ اسانتیاوې کمېږي."

دا اندېښنې او شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې د «دسمبر ۱۲مه» د روغتیا د ټولګډونه پوښښ نړیواله ورځ ده.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او) د افغانستان څانګې د دې ورځې په مناسبت ویلي چې د روغتیا هر اړخیز پوښښ یو بنسټیز بشري حق دی او هیڅ څوک باید د روغتیایې اسانتیاوو د لګښت له امله له فقر سره مخ نشي.

دې سازمان په خپله ایکس پاڼه (پخوانی ټویټر) لیکلي چې په ټوله نړۍ کې دوه ملیارده خلک، چې د نړۍ د نفوس څلورمه برخه جوړوي، د روغتیایي اسانتیاوو لپاره د پیسو ورکولو کې له مالي ستونزو سره مخ دي، او ډیری وختونه د خوړو، تعلیم یا کور پرځای دې خدمتونو لپاره پیسو ورکولو ته اړ ایستل کیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان، د روغتیا حق د ساتنې لپاره د روغتیا د هراړخیز پوښښ په برخه کې په پانګونه ټینګار کړی دی زیاته کړې، سره له دې چې په لوړه سیاسي کچه تر ۲۰۳۰ کاله پورې د روغتیا هر اړخیز پوښښ ترلاسه کولو لپاره ډیری ژمنې شوي، خو د نړۍ له نیمایي څخه ډیر نفوس لاهم لومړنيو روغتیایی خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

دې سازمان ویلي چې په هرو څلورو کسانو کې یو یې د درملنې لپاره له خپله جیبه د پیسو ورکولو پر مهال له مالي ستونزو سره مخ کیږي ډیری وختونه د خوړو، زده کړو یا کور په څیر د بنسټیزو اړتیاوو په لګښت، او کله چې خلک د دې لګښتونو له امله درملنه ځنډوي یا پریږدي، روغتیایی پایلې خرابیږي او اوږدمهاله مالي او طبي بار زیاتیږي.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې افغانستان د هغو هیوادونو په ډله کې دی چې په کې روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي واټن لا هم خورا پراخ دی.

د دې سازمان په ټکو، د کلونو جګړو، اقتصادي ناورین اوله دغه هیواده د متخصصینو وتلو روغتیایي سیسټم کمزوری کړی دی، چې ډیری ټولنې یې ان خورا اساسي طبي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې هم له ننګونو سره مخ دي.

خو د روغتیایي اسانتیاوو نشتوالی او با کیفیت روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی خلکو ته کومې ستونزې رامنځته کوي؟

د داخلې ناروغیو متخصصه ډاکتره مریم رسولي وايي، روغتیایی خدمتونو ته د لاسرسي نشتوالی د سیمو د اوسیدونکو، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو د ژوند لپاره جدي ستونزې رامنځته کوي:

"امیندواره میندې، ماشومان او نوي زیږیدلي ماشومان هغه کسان دي چې تر ټولو ډیر له خطر سره مخ دي، هغه کسان دي چې ځانګړې او لومړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري، خو په هغو سیمو کې چې روغتیايي خدمتونه او روغتونونه نشته، تر ټولو ډېر زیان ګالي یې ښځې او ماشومان دي، په دې حالت کې ډیری کورنۍ اړې کیږي چې خپلې سیمې پریږدي او هغو ځایونو ته ولاړې شي چیرې چې روغتیايي مرکزونه شته، چې ډیرو لګښتونو ته اړتیا لري."

په وروستیو کلونو کې د طالبانو لخوا پر ښځو محدودیتونه، افغانستان ته د نړیوالو مرستو کموالی، او د روغتیایي وضعیت کمزوری سیسټم د ګڼ شمېر روغتیايي ستونزو لاملونه دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اچ او ) او همکارې ادارې یې «د روغتیا نړیوال کلسټر» چې د څو نړیوالو سازمانونو څخه جوړه شوې شبکه ده، مخکې په جلا جلا راپورونو کې ویلي وو چې د متحده ایالاتو د حکومت لخوا د مرستو د بشپړ بندولو امر په افغانستان کې د شاوخوا ۷۰۰ روغتیايي مرکزونو د ځنډولو یا تړلو لامل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د جنسي او زیږون روغتیا دفتر د تېر کال په دلوې میاشت کې خبرداری ورکړی و چې د امریکا د مرستو بندیدل به په افغانستان کې د ۱۲۰۰ نورو امېندوارو میندو د مړینې لامل شي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (یو ان ومن) راپور ورکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې، ویره، د سفر محدودیتونه، د زده کړو بندیزونه او سیستماتیک تبعیض ښځې او نجونې هغو روغتیایی خدمتونو ته له لاسرسي راګرځولي چې دوی ورته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان د افغانستان د روغتیایي وضعیت په اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو یاد وزارت د تېر کال په ډسمبر کې اعلان کړی و چې د افغانستان د ولسوالیو ۷۲ سلنه اوسیدونکي ثانوي خدمتونو ته لاسرسی نه لري، او له ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې ۹۳ یې روغتیايي مرکزونه لري.

د دې وزارت په ټکو، په ډیری مواردو کې خلک د وړو روغتیايي ستونزو لپاره هم د ولایتونو په مرکزونو کې روغتیايي مرکزونو ته ورځي.

ډاکټران ټینګار کوي چې با کیفیته روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي لپاره اړتیا ده چې روغتیايي خدمتونه، په ځانګړې توګه په لرې پرتو سیمو کې په ثابت او ګرځنده ډول د غوره اسانتیاوو سربیره د کلینیکونو او روغتونونو له لارې وړاندې شي، ترڅو خلک وکولای شي چې کله ناروغان کېږي، ژر تر ژره دې مرکزونو ته لاسرسی ومومي او خپل او د خپلو کورنیو ژوند وژغوري.